چې زما په کور کې ستا قدم ولګېد
په زخمي زړه کې اغزی سم ولګېد
په دې مانا چې ژوند بدل شو زما
په ډېر غمو د مينې غم ولګېد
دا ډېر دردونه يې په شا واړول
چې خوږ آواز مې د همدم ولګېد
لکه چې ما سره يې رنځونه نيم کړل
هسې مې سوچ کې دا صنم ولګېد
سارا چې مينه دې دوکه نکړي نن
پس له کلو نه دې چې دم ولګېد
وېشنيزه:نجيبه سارا بياباني وېشنيزه:شعرونه چ