Fandom

شعرونه

چې علاج کولای نه شي د قسمت څوک

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

چې علاج کولئ نه شي د قسمت څوک

ترو به څه وائي و چاته نصيحت څوک

غم د چا په ځان پېرزو دی بارې څه کا

چې د خدائ په کړه کې نه لري طاقت څوک

هغه چارې چې موقوفې په تقدير دي

کړئ ئې نه شي په محنت په مشقت څوک

که نظر کا و قضا و هم رضا ته

په هېچا باندې به نه کا ملامت څوک

د مطلوب جفا وفا واړه هنر دی

څه پوهېږي د حُکماؤ په حکمت څوک

د ابليس و رياضت ته دې نظر کا

چې غرور کا په طاعت په رياضت څوک

علت لاړ شي عادت نه ځي له سړي نه

خدائ دې نه کاندي په بده چار عادت څوک

زه رحمان د بېلتانه سيلاب يم وړئ

که لاس راکاندي د خدائ په محبت څوک

Also on Fandom

Random Wiki