Fandom

شعرونه

چې له حيا پر ما خولې راځي

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

چې له حيا پر ما خولې راځي

ته راته وايې چې ولې راځي

لکه شبنم چې په ګلونو اوري

دا ستا له خوا په ما وږمې راځي

حېرت مې يوسي بل جهان ته ګله

چې ستا د مينې ولولې راځي

چې د لاسو زنځير چاپېر شي له ما

خولې ته بې واره مې ګيلې راځي

چې ستا د غېږي سمندر مې يوسي

سارا ته هيلو کې لانجې راځي

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on Fandom

Random Wiki