ويکي شعرونه
Advertisement

چې ورته خولې شوې داصيلو مرغلرو اوبه
خپلو خبرو ته دې ورکړې د سندرو اوبه
ستا د تصوير تنکيو پښو ته شيشې مه شه لشې
په کاڼو چېرې ماتې مه شه د جوهرواوبه
زما د زړه د مينې زور پاس په لېمو کې ګوره
په بره خېژې اشنا تل د زورورو اوبه
خدايه ! باران د مينې راوله پر وچو للمو
غواړي ګلان لکه د تږو مساپرواوبه
ګودرې شاړې منګي مات دي په کې څاڅکی نه شته
ستا د لاسونو د جوړه شپينو کوترو اوبه
پرګلو څاڅي کوم د مينې پېغمبر ژړلې ؟
د شعر د شاتو د مچيو له وزرو اوبه
کله چې ليکي خپل صنم ته صوفيانه غزله
قلم ته واچوي " کاروان " د نيلوفر اوبه

وېشنيزه:پير محمد کاروان

Advertisement