Fandom

شعرونه

چې پيدا شومه زنده شوم

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

چې پېدا شومه زنده شوم

بيا اسيره د بنده شوم

لاس او خپې مې دي تړلي

په سرو سترګو مې ژړلي

زړه ګوګل کې کړېدلی

له غمازه ژړېدلی

ژبه ګونګه شوه په خوله کې

غوږ مې کوڼ شو په هر پله کې

يا کوچۍ د دامانو وای

چې کږدۍ مې په دشتو وای

يا شاهين د هسکو غرو وای

يا په غاړه د رودو وای

يا هوسۍ د دامانو وای

يا طوطي د شنو باغو وای

يا زيږ ځوان د پښتنو وای

يا وحشي د ښو ځنګلو وای

پښتنه پېغله وای ناسته

تور پېکی مې وای آراسته

پاک شپونکي سره مې ژوند وای

چې مې هلته د ژوند خوند وای

چې ځغستلی مې په غره کې

پاکه مينه مې په زړه کې

دا بې سره مې غږ وای

د رمو مې راته بږ وای

د ماښام په آذانو کې

راروانه په ځنګلو کې

ډانګ په لاس تن کې کوسئ وای

پټ په خوله کې ګونګوسئ وای

ورو ورو تلې د کږدۍ لور ته

يا جونګړې ته يا کورته

راختلې چې سپوږمی وای

د ماښام په ګوله ګی وای

چې له لرې مې په غوږ وای

د شپونکي د شپېلۍ غږ وای

پوه به نه شې په بل خوند

څومره خوند کړي آزاد ژوند

څومره خوند پخپل زړه ژوند کړي

د سارا ژوند به څه خوند کړي

Also on Fandom

Random Wiki