ويکي شعرونه
Register
Advertisement

چې پېدا پدې دنيا شوم

څنگه درد سره اشنا شوم

له ازله مې دا برخه

چې دا ستا په مشغولا شوم

د پاپل اول قدم کې

محبت سره يکتا شوم

په دويم قدم ستا لور ته

د هر چا څخه سېوا شوم

په درېم قدم د عشق کې

په لټون کې د وفا شوم

څلورم قدم مې دا ؤ

د هجران نه په ژړا شوم

په پنځم قدم له هر چا

بېگانه په دې دنيا شوم

په شپږم قدم د وصل

د يو شپې په تمنا شوم

چې په اووم قدم داخل شوم

د ښوؤ بدؤ نه جدا شوم

په اتم قدم مې سترگې

انتظار د دورنما شوم

په نهم قدم بې هوشه

او بې خوبه تر سبا شوم

په لسم قدم ارمان کې

د يو ستوري په ثناء شوم

چې د لسو نه يو زيات شو

د يوه نوم په وينا شوم

دوؤلسم کې چې داخل شوم

خپل هدف ته با وفا شوم

لوی دفتر مې ځانته جوړ کړ

چې روانه په بېديا شوم

پخپل خيال کې گرځېدمه

چې له هر شي نه سېوا شوم

په تعليم د عشق سينگار شوم

خال او خط کې يې زېبا شوم

چې مې خوند د هجران وليد

نور له هر شي بې پروا شوم

چې د مينې درس مې ولوست

په تقدير باندې اعلی شوم

چې د عشق څپېړه راغله

زما په مخ، مخ په يکتا شوم

په کچکول د قناعت کې

د دا درست جهان پادشاه شوم

زه د خپل خيال په جونگړه

د بې زړونو شاهنشاه شوم

د زرگونو غم د پاسه

هم با مهر هم با وفا شوم

د خپل خيال په هوا لاړم

چې په ټول جهان رسوا شوم

ژوند مې ټول شو مينه مينه

با وفا تاته سارا شوم

وېشنيزه:نجيبه سارا بياباني وېشنيزه:شعرونه چ

Advertisement