Fandom

شعرونه

ډېرې خولې زما په ياد شکر خورې شوې

2,654pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ډېرې خولې زما په ياد شکر خورې شوې

بيا زما په زمانه خاورې ايرې شوې

د چندڼو ونې وسولېدې لاړې

هزار څانګې د شمشادو په ارې شوې

په هغو زمکو چې روغې پر ماڼۍ وې

د ايام په ګردشونو اديرې شوې

په دُنيا کې چې بنياد د آشنائۍ کا

د هجران تورې هغه لره تېرې شوې

دا فلک خدائ پېدا کړی دا ئې خوی دی

چې وچا ته ئې دُعا چاته ښېرې شوې

د دُنيا د محلونو خښتې واړه

و رحمان ته د سرونو منارې شوې

Also on Fandom

Random Wiki