FANDOM


غواړم ستا ديدار درپسې ژاړمه
ګله هر سهر در پسې ژاړمه
داسې خوشبويي ده ستا په زلفوكې
نه شته په ګلذاردرپسې ژاړمه
ستايم وړه خوله او نرمې شونډې ستا
سم لكه بيمار درپسې ژاړمه
ګرانه ستادوصل مئ حرام نه دي
يم خمار،خمار درپسې ژاړمه
حيف چې ستاديدار مې نصيب نه شولو
نوروكړم په دار درپسې ژاړمه
څه به دې شي كم په يو ديدن اشنا
پروت په هره لار درپسې ژاړمه

ما نظير هم كار ځان ته پيداكړلو
دغه مې شو كار درپسې ژاړمه

۲۳-۱-۲۰۰۸

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki