Fandom

شعرونه

ژبه

2,654pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

په هر دم په هر زمان پکار ده ژبه
د همه واړه جهان په کار ده ژبه
نا اشناء اشنا کوي سره خبرې
په خبرو نژدې کېږي خلق لرې
چې د چا خوله کې خوږه ژبه غړېږي
د مچانو په شان خلق پرې بونړېږي
د تورزن به پکار نه وي هومره توره
لکه ژبه چې هرځائ کې وي منظوره
کاروبار د مصلحت په ژبه کېږي
مصلحت د سلطنت په ژبه کېږي
که کاتب دی که کاغذ که دی قلم
ټول د ژبې خدمتګار دی دم په دم
په مرغانو کې طوطي دی عزتمند
دا په دې چې ښې خبرې کړي د خوند
مګر دوه شرطونه په ژبه کې ضرور دي
دغه دواړه ضروري په ښه دستور دي
اول دا چې ښې صحيح کوی خبرې
چې خبرې شي په مثل ملغلرې
بل په بدو دې خوله نه خوځوي خپله
تل دې سم په اندازه وي لکه تله
بده ژبه به د سړي په ځان بلا شي
خوږه ژبه له سړي چاپېر قلا شي
هر سړئ د سړيتوب دعوا چې کاندي
ځان دې پوه کاندي په ډېرو ژبو باندې
په يوه ژبه مطلب نه پوره کېږي
که هوښيار وي هم له سره پرې پوهېږي
که حاکم وي غور هېڅ نشي کولی
که عالم وي طالب نشي لولولی
په سفر کې لکه نقش د دېوال
ګنګ ولاړ وي بې طآقته بې مجال
خصوصاً چې پښتو ژبې ته حاجت
پېښ و ډېر زياتې له حده دا ساعت
احمد وکړ په دا شان اسان کلام
چې پوهېږي پرې کل واړه خاص و عام

Also on Fandom

Random Wiki