Fandom

شعرونه

ژبه نه اخلمه

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

زه دې نور نوم په ژبه نه اخلمه
نوردې تصوير په زړه کې نه ګرځوم
زه په ژړا ،ژړا زړګي ته در تلم
تا ويله وير په زړه کې نه ګرځوم

مابه په مينه مخ د رواړولو
تا به په ناز خبرې نه کولې
ستا به په ستر ګو کې دنيا پټه وه
خوتا د راز خبرې نه کولې

چې کله ، کله به يوازې شومه
زړه ته به نېغه ستا جفا راغله
تا ته به ډېر په غوصه شوى ومه
دقار په وخت کې به ژړا راغله

جانانه کله به چې خوله په خوله شو
تابه په ورو لاسي څراغ بل کړ
بس يو ناڅاپه به لمبه ، لمبه شوې
زما په زړه کې به دې داغ بل کړ

د غم سېلۍ چې به راوالوتله
تا به په لاس کې راله لاس راکړ
خو نن دې څه تندر په سر وغورځېد
چې دې له وينو ډک ګيلاس راکړ

ما به دې نوم دخولې نه غورځاوه
ما به دې څومره احترام کاوه
سحر ماښام به مې په غبرګو لاسو
درته جانانه څنګ سلام کاوه

زما د زړه خبرې سپېنې وې تل
خو ته په سپينه باندې نه پوهېدې
زما معصوم زړګي نه نه وې خبر
زما په مينه باندې نه پوهېدې

زه دې نور نوم په ژبه نه اخلمه
نوردې تصوير په زړه کې نه ګرځوم
زه په ژړا ،ژړا زړګي ته در تلم
تا ويله وير په زړه کې نه ګرځوم
ژونده نوم به دې د سرو په اوبو ليک کړم
که دا کاڼي بوټي ټول جانان ، جانان شي

سږ کوکنار کرم پرې مينه ماتومه
د کوکنار غوټۍ چې ګل شي ستا په شان شي

پاک قران مې ورته درې ځل ترجمه کړ
ستا کافر نظر به کله مسلمان شي

هر مښکښ د دې اولس د خوارو خلکو
وينې خرڅې کړي چې کورته راشي خان شي
خداى ج خو مينه خوښوي او مينه ستايي
نو دا خلک څنګ د مينې دښمنان شي

 ما( تړون ) درباندې غاړه خلاصه کړې
هسې نه چې مې دا زړه په تا تاوان شي
١٥ – ٨ – ١٣٨٠
کونړ

Also on Fandom

Random Wiki