ويکي شعرونه
Advertisement

نور ليوني خو د مياعلي مزار په ژبه څټي
دا لېونۍ په لارو ګرځي لار په ژبه څټي

نوه کۍ پيغلې کمرزړې د يا جو جو خوېندې
زمونږ د کلي د ګودر چنار په ژ به څټي

يوه بلا په خوب کې وينم چې داور په ژامو
کلي يې تېر کړه بې له شخونده ښار په ژبه څټي

چا ويل چې ګوړه کړه خيشته ورته په ډېرو زهرو
رقيب د تور ښامار بچى دى زار په ژبه څټي

مينه چې پېغله شي له يار ځنې مچکې اخلي
د تړون مينه ده ماشومه يارپه ژبه څټي

وټه پور – کونړ – ٤ – ٩ – ١٣٨٩

وېشنيزه:سميع الله تړون

Advertisement