FANDOM


خدايه زما د مېنې يار په کې ژوندى وساته
د ښکلا چم ته راتېر کړي عزرايل لاسونه

والله که کېږي پرې تسل د مېرات شوي زړګي
تابوت کې راوړي پېښورته له کابل لاسونه

لپه دې راکړه د اوبو ښه دې دخداى سره دي
مادې په خوب کې خوږه ياره ښکلول لاسونه

مظلوم ګرېوان ته مې جانان داسې په شنه کې ناست دى
لکه اوږده کړي فلسطين ته اسراييل لاسونه
 
دا د رڼا مردکي هيڅ د چا کېسه کې نه دي
خلک راکاږي دوى ته هر وخت په کاکل لاسونه