FANDOM


د ژوند بهار ته مې خزان راغلی

د وصال عمر ته هجران راغلی

د زړه په ګل باندې ږلۍ وریږي

پاس په سینه زما ګولۍ وریږي
ژوند عجیبه شو افسانې غــــږوي

کله تازه کله زړې غــــــــــــږوي

کله په ټال راته نازونه راکــــــړي

کله په ځمکه ګوزارونه راکــــړي

وړوکی ښه وم کاش را لوی چې نه وی

د ژواندانه په مانا پوی چـــــې نه وی

اوس چې را لوی شومه په غم واوښتم

د انســــــــــــــــــــانانو په ستم واوښت

زړه مې له زرو آرمانونو ډک دی

تندی مې سوی له دردونو ډک دی

د خـــــدای نا اهله بندګان مې وژني

زه هم انسان یم خو انسان مې وژني

خدایه قسمت د زما څنګه خــــــــوار کړ

غذب د ټول زما په ســـــــــــــر انبار کړ

زرو ته لاس کړم ترې ایرې جوړې شي

د ګل له پاڼو نه ارې جــــــــــــوړې شي

زه هغه نه یم چې مستي خواښه کــړم

د بل نیستي خپله هستي خواښه کــړم

زه یو ملنګ یمه خیرونه غـــــــواړم

ویشتلیو زړو ته مرهمونه غـــــواړم

تل لکه شمع په خــــــــپل ځان ژاړمه

پټ له پیغوره د جـــــــــــــهان ژاړمه

چا مې د مخ اوښکې را وچې نه کړې

چا مې د غم مټې را سپکې نه کــــړې
 
هره شیبه یمه د اور په منځ کــــــــــــــــــــې

سوازم ایره شوم د تنور په منځ کـــــــــــــــې

د بدن غواښې مې کباب ـ کباب شـــــــــــوې

اوښکې مې تويي شوې دریاب ـ دریاب شوې

لکه خزان چې ګـــــــــلاب ګل رژوي

هسې مې ولې پردی خــــــــپل رژوي؟

زما په حال باندې څوک رحم نه کـړي

د خدای له قهره ځېنې وحم نه کــــــړي

ځان سره کینم تیرې شپې یادې کړم

هغه د خوند ډکــــې شېبې یادې کړم

خواږه خیالونه مې دردونه غلا کړي

مزلـــې لنډې شي سیندونه غلا کړي

خدایه چې څه شو د سنـــــدرو جانان

هغه د ذکـــــــــــــــر او منترو جانان

هغه مو پیــر وؤ مریدان يې مونږ وو

د ښکار یاغي باغي بازان يې مونږ وو
 
هغه چې مونږ به ترې چـاپېر وو مُدام

په ښو او بدو ئې حاضــــــــر وو مُدام

اوس مو نه پیر نه مــــریدي پاتې شوه

نه مو دنیا کې څه هســــــتي پاتې شوه

نوره د ژوند تمه شلیدلي ګــــــورم

روح مې وتلی ساه وتلي ګــــــورم

د خدای پامان نور اجازت غواړمه

تاسو ته لوړ ژوند د عزت غواړمه

 
زه به په بره هدیره کـــــــــې پروت یم

لکه سور لعل به په ایره کې پروت یم

د چا به یاد وم او که هیر به ئې وم

لا به ئې خپل که تر کوڅه تیر به ئې وم

 
که کله ـ کله په د لاره راتلــــــــې!!

تر ګودر تېر شوې تر چناره راتلې!

یو څوښاخونه شنه د سبرجوړ کړه!

د کاڼو څلی مې په قبر جوړ کـــــړه!
 

«ځدراڼ» به راشي خو شــاعر به نه وي

د چا دیدن ته منتظــــــــــر به نه وي

بیا مې په قــــــــــبر باندې ونه ژاړئ

بیا مې په مــــــړینه باندې ونه چېړئ

 
ولایت خان «ځدراڼ»

سویډن د مالمو ښار

۲۰۰۹/۵/۱۹

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki