FANDOM


ژوند مو خړ سېلاو دی او پر سر يې لکه خلي

خوښه د سېلاو ده چې کوم لوري ته مو ولي

لاس د پردو بر دی، او له لاسه د پرديو

غله غوندي په خپل کلي کې ګرځو غلي غلي

کلی د مغل شو، ښار مو ځای د لنډه غرو

مونږه بې ضرره نه د ښار شوو نه د کلي

ټولې دروازې راته تړلي دي د نورو

هیچا ته زمونږه دروازې نه دي تړلي

دا چې د خندا شوو، دا چې پاته شوو له سياله

ښايي چې کوم وخت مو په کوم چا پورې خندلي

دا چې په خوراک پرانستي، هم پرانستي نه دي

دغه ژبورې خولې په اصل کې ګنډلي

زور او زر په کار دي، ننګ او جنګ لره قراره

څه وکړو چې لاسو ته مو نه راځي غوولي

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki