Fandom

شعرونه

ژوند ښکلی دی

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Farhad Darya - Zhwand Khkolai Dai04:32

Farhad Darya - Zhwand Khkolai Dai

ژوند ژوند ژوند ژوند ښکلی دی

لکه د رسم کتابچه کې د ماشوم دنیا

چې په اسمان کې یې رازوړند کټ وي

چې خور یې خاندي د ابا سر یې له لمره غټ وي

له دې دنیا سره همدغسې چلندښکلی دی

ژوند ژوند ژوند ژوند ښکلی دی

آیینه مصاف کې چا ته تر زرین شال لاندې

هنداره کې لومړۍ موسکا

او بیا له لاسه نیول سور په نکروزو یې د ناوې سپین مړوند ښکلی دی

ژوند ژوند ژوند ژوند ښکلی دی

لکه غنمو کې د غیږو ایستل

لکه ګاڼۍ سره راتاوه منډه

لکه ناوې نه راروانه شیره

لکه یو خوږ ګنی همداسې بند په بند ښکلی دی

ژوند ژوند ژوند ژوند ښکلی دی

په وړو ګوتو یې زري کې تاو کړه

په اشارو ورته غوسه غوندې شوه

ورو یې په اړخ باندې راواړوله

بیا ورته کټ کټ له خندا نه شنه شوه

وړې نانځکې سره دغسې پیوند ښکلی دی

ژوند ژوند ژوند ژوند ښکلی دی

د کمپیوټر په پرده راغی مسیج

د یوې مینې څو خوږې اشارې

په مسینجر کې یې ځواب غواړي

له چانه ورک دي ټول ښایسته لفظونه

ناست ورته لاس تر زنې ژڼی فکرمند ښکلی دی

ژوند ژوند ژوند ژوند ښکلی دی

د قرائت کتاب کې دوه نښې دي

یوه بڼکه د تاووس بل د جانان تصویر

په ازمویینه کې د نقل یو وړوکی کاغذ

او د رحمن بابا غزل سره د سترګو رسم

په مړاوو سترګو کې د پټو غمو خوند ښکلی دی

ژوند ژوند ژوند ژوند ښکلی دی

نو یه خلکو خلکو خلکو! ښکلو خلکو

مه نیسئ ژوندون ته ټوپک مه نیسئ

دار څخه پړي واخلئ

بار له یو ستړي واخلئ

ښکلی دی عشق ښکلی د ژوند څلی دی

ژوند ژوند ژوند ژوند ښکلی دی

عبدالغفور لېوال

Also on Fandom

Random Wiki