Fandom

شعرونه

ژړا اور مينه

2,654pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ددغه شعر په اړه یو یادښت :

د سمبولونو بې غږه خبرې

دا شعر د سمبولونو په ژبه د لېوال د یوه سپېڅلي بغاوت هنرمندانه انځور دی. په دې شعر کې د لمر انځور د هغې رواني تداعي دنده ترسره کوي چې د شاعر په اندله خپلواکۍ، مینې او ښکلا سره اړه لري.

جذام وهلی ټاپو هغه ښار ته ورته دی چې مینه او صمیمیت په کې ورک دي او د شاعر په ژبه له هغه نه (مینې د تل لپاره کډه کړې).

ماته پنجره : فقر، د عقل ناتواني او نامیندګي تداعي کوي.

اوږد مړوند : په شعر کې د منیځلې مینې او سپېڅلتوب لپاره او بالاخره د یوې ورکې رڼا په هیله د ګدايي سمبول دی.

ویاړ : ځینې پخواني ناسوبمن افتخارات، هغه ویاړ چې هېڅ ډول نیکمرغي له ځانه سره نه لري، د هغه موخه د یوه آبادي او د بل بربادي وي، هغه ویاړ چې د انسان د یوه وېښته ارزښت نه لري، خو د زرګونو «انسانانو» وینه د هغه د ترلاسه کولو لپاره تویې شوې وي.

ژیړه سکه : د نېکمرغې ورکه رڼا.

د واورې پر سر د پښو غږ : د (زه) خواته د انسان توجه ده.

ډودۍ : د یوې رفاه، مړښت او ورک تمدن نښه ده.

وینې : د بې ځایه ویاړونو او بې پایلې سوبې ښکارندوی دي.

کچکول : د هغه څه ارماني تجسم دی چې پیدا کوو یې او ورکوو یې تر څو چې د تل لپاره د هغه په لټه شو.

ددغه شعر سمبولیک نوښت په دې کې دی چې شاعر نوي انځورونه ارایه کوي او له دې سره موږ د یاس او هیلو تر منځ د یوې ورکې مینې لټولو او موندلو ته هیله من کوي څرنګه چې وايي :

»مینې د تل لپاره کډه کړې«.

اسد آسمايي

ژړا، اور، مينه

مینې د تل لپاره کډه کړې

زما تېر کلونه به بیا هېڅ کله را ونه ګرځي

زه تښتېدلی له نېکمرغې ماضي

د کوم (سبا) د دیوال شاته ناست یم

(راتلونکې) نه شم لیدی

او (اوس) مې هومره تریخ دی

لکه زقوم د دوزخ

اې د ماضي حسرته!

مګر د مرګ د عزرائیل ګوتې د عشق تر ستوني هم رسېږي؟!

زموږه مینه خو لا سترګو کې وه

چې د ښکلاوو د لور شرنګ پورته شو

او مینه وچه شوه

ایرې شوه

چېرې باد یووړه

دا وه د کومو تندرونو وېره

چې مې د سترګو شپول کې ورکه شوه رمه د اوښکو

او ستا دخال د شپونکي قتل په وربل واوښته

مینې د تل لپاره کډه کړې

سږ کال غنمو ګلخنګي ونه کړل

یاسمني هار به دې غاړې ته له څه شي جوړ کړم

شوې د لوګریو سترګې دومره وږې

چې له ستریو یې یوه دانه هم نه تویېږي

اې خوشه چینه اشنا!

ستا په نکریزو سرې منګولې به بیا جوړې نه کړي

د طلايي فصل د وږیو قودې

زلمی بزګر به سږ کال هېڅ تاته در ونه ګوري

او ستا له لپو نه به هېڅکله اوبه ونه څښي

هغه له تا څخه ځان داسې ساتي

لکه د اور له لمبو

تاته کتل ورته ګناه ښکاري

او اخیستل ورته د مینې دنوم سوچ کفر دی

آه خدایه نه پوهېږم

چې د ګناه

ګناه

ګناه

له ویرې

(عمر) په (ژوند) حساب دی؟!

مینې د تل لپاره کډه کړې

څه د ښایست د وچکالیو کال دی

بس زه یوازې او یوه کوډله

له خپل شاعر خوب سره

یوه جذام وهلې لویه ټاپو

پکې یو وچ ځنګل او سپینې واورې

له بې بڼکو یو څو زاڼو سره

زه هومره ړوند یم د کوډلې ور مې نه پېژنم

بس یوه لار د لمر خاته له خوا دوزخ ته تللې

یوازې ماتې پنجرې نه راته ښکاري

یوه وچه درویزګره څانګه...

زه یې مړوند وینم کوم چاته اوږد دی

د پاڼو شنه بنګړي میرات دي ورنه

او تورې ګوتې یې لا ښوري باد ته

کله یې مات رغوي کې پریوځي یوه ژېړه سکه

او زه پرې پوه شم چې لا لمر ژوندی دی

اې ماته ګرانې ټاپو!

زه تل ویده یم ستا وروستۍ سلګۍ په خوب کې وینم.

کله چې غوږ ونیسم

د چا د پښو غږونه اورم چې په واوره راځي

د زمکې سپین څادر یې ګام لاندې ځګیروي کوي

کنګل ماتېږي...

او د کارغانو له کغ کغ سره د څانګو مټې هم ریږدوي

آهای زما سرګردانې اروا!

ستا ویروونکې ښکالو اورم

مګر څه وکړم بې وسه یمه لاس نه لرم

زما د کوډلې ور لږ ورو ټکوه

څو مې د ذهن د تاخچې ځاله کې

د خیال د شنو کوترو خوب مات نه کړې

مینې د تل لپاره کډه کړې

بیګاه مې بیا په خوب کې ولیدلې

د خپلې ټولې ښکلا حجم سره

چې دې د مینې د سندرو پر ځای

راته د »ویاړ« زړې بدلې ویلې

اې پر ما ګرانې ښکلې

نور مې رګونه وچ دي

تنده مې هم ماته ده

نو راته ووایه چې

دا ستا، د (هېڅ) په نوم به څه بهوم؟!

اې قلندره اشنا!

اوښکې دې مه تویوه

دغه زیارت ستا پر ډوډۍ او زما پر وینو جوړ دی

زه هم راغلی یم خیرات غواړمه

ستا د کچکول د ماتېدلو خیرات (!)

زموږ د وران کلي پیتاوي کې بیا سیوري ښکاري

د زیارتونو تر څنګ

څو ببرسرې پېغلې

څو لېونۍ چیغې شلېدلې تڼۍ

څو لارې وینې په سپېرو خاور کې

چې ماته ښکاري پرې لیکلي یې دي :

آهای!

د بدمرغیو نسله!

ته پرې خبر یې که نه؟!

مینې د تل لپاره

کډه کړې.

Also on Fandom

Random Wiki