FANDOM


زما سترګو ته چې کله ژړا راشي

ستا په سرو شونډو جانانه خندا راشي

زه خو تاته کړم ښیرې خو یو ناڅاپه

دښیرو پرځای مې خولې ته دعا راشي

پرخې، پرخې د باړې دپاسه پریوزي

چې ښایسته، ښایسته وږمې له تیرا راشي

چې دچا په یاد مې اوښکې تویومه

ناببره ډکې سترګې په ما راشي

ته به ما ته بیا په کومو سترګو ګورې؟

که مې یار رقیبه بیرته پخلا راشي

تورې زلفې چې ته لرې کړې له مخ نه

په نڅا ، نڅا ترې ماته رڼا راشې

چې (مالک)ورته په مینه، مینه ګوري

ژر خولې په اننګو باندې ستا راشي

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki