FANDOM


ستا د زرينو وړانګو زار شمه ښاغلى لمره
لېچې را وغځوه راکړه يوه ګېډۍ ګلونه

سږ په اختر کې لېونۍ ويل چې جانان به راشي
ماته به راوړي د پنجاب په مزدورۍ ګلونه

کنډر کنډر زړه کې مې تور دېوان نو کارې وهي
ورنه وباسي د ارم د ښاپېرۍ ګلونه

خدايه دا ستوري دې له شنه اسمان راووروه
 مونږه خوارانو ته يې کړه دلۍ ، دلۍ ګلونه

زمونږه پيغلې خو بمونو سره غېږې نيسي
څوک به ور وټمبي زلمو ته په پګړۍ ګلونه

تړونه چا پرې ورولى د ګوليو باران
لارو کوڅو کې دي پراته تڼۍ تڼۍ ګلونه

يا ښا پېرۍ راولي ټول کلي کې وګرځوي
ټول سندر بول په سندر بول کلي کې وګرځوي

د توپ ګولۍ ده لږېدلې څوک زلمى خښوي
بس څوک زرې زرې غاټول کلې کې و ګرځوي

اغيار له شنه چناره څانګې وړي تالان پرې ګډ دى
څوک به نن بيا د غزا ډول کلي کې و ګرځوي

کلى ګودر تندر خوړلي جل وهلې پېغلې
خالي منګى خالي کنډول کلي کې وګرځوي

پرنګ له زړو شلخي ټوپکه لاس و سر ټکوي
روسان را پاڅي خړ پکول کلي کې وګرځوي

ننګرهار – درونټه ٢٨ – ٢ – ١٣٨٠