FANDOM


هغې په څومره سادګۍ دغه ښامار وواژه
هغې د سرو شونډو په ست زما خومار وواژه

سترګې لږ كښته كړه اى ښكيله قتل عام دې جوړ كړ
په خوماروسترګودې ګرانه تمام ښار وواژه

اوس هم اكثرو دى نيولي ټوپكونه لاس كې
چا په دې جنګ كې سكه ورور او چاخپل پلار وواژه

عجيبه دانسان چې په انسان يې كاندي
څوك چا په دار څوك چا په تېغ څوك چا په تار وواژه

واعده دې وصل دې پرون وه رسېدلې تر ما
نظير دې ټوله ورځ اشنا په انتظار وواژه

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki