ښاپيرۍ زما همزلې ، او نغمې ترما مشرانې
ښاپيرۍ تر ګرانۍ تيره . خو نغمې راباندې ګرانې
ښاپيرۍ په خوب کې ويښي ، او ښاغلي نغمې راوړي
ښاپيرۍ په ويښه راشي ، خوبولي نغمې راوړي
ښاپيرۍ بده بلاه ده ، واښکي واښکې له تاک واخلي
زما په زړه کې وغزيږې ، رانه واګې دواک واخلي
چې منکر شمه له مينې ، دا نو ځان راته ښکلا کړي
ماشومتوب ته مې را ستون کړي ، افسانې راته ريښتيا کړي
ښاپيرۍ د اختر شپه ده ، زه د بر کلي ماشوم يم
مرګي څو راته نيولی ، خو ژوندی ددې په نوم يم
له بدرنګ جنګ نه مې ساتي ، ښکلي غرونه رانه تاو کړي
شين د شنو بنګړو له شرنګه ، ساز د سولي او نياو کړي
خو چې وخت د ښکلي جنګ شي ، شنه بنګړي ايسته ګوزار کړي
د منصور سکنۍ خور شي ، سپينې ليچې راته دار کړي
زه يې توري د غزل کړم ، د لونګو دا يې راکړي
خو چې وږی د مستۍ شم ، د شنو بنګو دانې راکړي
ما د ډول په غږ کې نغاړي ، ګړنګونو له مې يوسي
د نغمو مسته څپه شي ، غورځنګونو له مې يوسي
ښاپيرۍ له قافه راغله ، زمونږ کلی ور معلوم دی
په لجرومه کې يې کښلي ، په وريښمو زما نوم دی
په لمانځه چې ودريږم رکعتونه را نه هير شي
ښاپيرۍ مې زړه ته راشي ، جنتونه رانه هير شي
ښاپيرۍ د ګلو ونه د غو ټۍ نظر به راکړي
ښاپيرۍ سخي ملنګه ، د خولګۍ نظر به راکړي
ښاپيرۍ د شعر الهام شي ، کله کله تری تم شي
د زمري غوندې يې څارم ، ښاپيرۍ د هوسۍ رم شي
ښاپيرۍ کلي ته راغله ، ښاپيرۍ به غره ته بوځم
ښاپيرۍ د مينې تنده ، ښاپيرۍ به زړه ته بوځم
د رحمت ورېځي راغلي ، پر ځنګل به باران وشي
ښاپيرۍ تر کوچو سپينه ، تکه سپينه غوا به لوشي
ښاپيرۍ بيګاه ته راشه ، اوس مې ښه کاروبار جوړ دی
په زرګرې شپې مې تاته ، نن له ستورو نه هار جوړ دی
ښاپيرۍ زما استاذه ، پر غزلو يې لاس بر دی
راښودلی يې په خوب کې ، د سندرو پيغمبر دی
ښاپيرۍ مې سپينه بازه ، شين د زړه کوتر مې وخوري
په پنجو کې مې ور ټول کړي ، په هنر هنر مې وخوري
ښاپيرۍ په سفر ځمه ، د خبرو څوری راکړه
خاماخا که شين طوطي شوم ، د شکرو څوری راکړه
ښاپيرۍ مراقبه شوه ، ښاپيرۍ خبرې پريښوې
مروره رانه ګرځې ، ترې نه مات مې يو بنګړی دی
ښاپيرۍ ته ملامت يم ، ترې شکولی می ځونډی دی
کچ او کيچ يې وړم د ليچو ، شنه بنګړي به ورته راوړم
د لونګو دمريو ، ډک ځونډي به ورته راوړم
چې له ځان سره روان شم ، ښاپيرۍ را سره مله شي
د ستړيا متاع مې لوټ کړي ، مهربانه غوندې غله شي
که نړیۍ مې مخالفه ، ښاپيرۍ مې په طرف ده
چې امامه د ګلونو ، او رڼو پرخو د صف ده
د اخلاص څپيړې ورکړم ، چې کوم ديو د وسواس راشي
زه چې دومره رياضت کړم ، ښاپيرۍ به په لاس راشي
ښاپيرۍ رنګونه راکړه ، سرو غاټولو رانه غوښتي
ګلابونو او نرګسو ، آن چې ټولو رانه غوښتي
ښاپيرۍ په غنم لو کې ، زمونږ بر کلي ته راشي
د حجرو د جوماتونو ، د ګودر کلي ته راشي
ږلۍ بند له کلي تاو کړي ، شين قرآن په غيږ کې واخلي
زمونږ کلی به د امن ، او ايمان په غيږ کې واخلي
اوس به ول د څڼو راکړي ، لو کومه ملا تړمه
يوګيډۍ قبوله شوې ، په آمين دعا تړمه
نور قلم به مې سور ګل شي ، په خوږ لاس کې مې کرلی
ښاپيرۍ په شين دسمال دې ، غوڅ ور غوی را تړلی
که له تندې مرمه مرمه ، که ژوندون سراب سراب شي
مرغلره خوله به راکړي ، ښاپيرۍ به شين درياب شي
وېشنيزه:پير محمد کاروان