پېغله چینه کې خپل وربل جوړوي
او د وږمو ډمې یې مخ ته ده نیولې د اوبو هینداره
د شپونکي ګام نه تیږه رغړي د چینې لوري ته
او پرې ماتېږي د اوبو هینداره
پېغله ښېراوې کوي
شپونکی یې لمانځي په سلام د مینې
د پېغلې شونډې په ښېرا اخته دي
خو یې د سترګو ژبه بل څه وايي :
«تا سره
مینه
لرم»
۱۳۷۴/۳/۱۴
وېشنيزه:عبدالغفور لېوال وېشنيزه:شعرونه ښ