Fandom

شعرونه

ښكليه څاروان مې شه كاروان به دې شم

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ښكليه څاروان مې شه " كاروان " به دې شم
له ځانه ستړى يمه ځان به دې شم
سپينه كوتره شه پرواز را وكړه
غېږ راكوه شينكى آسمان به دې شم
لوله مې تل په ترنم ،ترنم
غزل،غزل يمه ديوان به دې شم
يو تږی ګل شه انتظار مې وكړه
زه راورېږمه باران په دې شمه
رخش د اروا مې درته زين ولاړ دى
راشه رستم مې شه داستان به دې شم
ښكاري خو نه يم هوسۍ څله تښتې؟
چېرته به درومې بيابان به دې شم
راشه جنت مې شه جنت به دې شم
راشه ايمان مې شه ايمان به دې شم
راشه مېلمه مې شه مېلمه به دې شم
راشه مېزبان مې شه مېزبان به دې شم
د زړه له غوټو مې غمي جوړه وه
راشه د سرو غميو كان به دې شم

Also on Fandom

Random Wiki