Fandom

شعرونه

ښه دى

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

زوړ ښه دى او ځوان ښه دى
غم په هر يو شان ښه دى
هر څوک چې غم نه لري
ډېر ورنه حېوان ښه دى

مړ درنه تاريخ نه شي
مړ ورباندې ځان ښه دى
وايي د وصال وږي
 زنده باد هجران ښه دى

ژوند باندې يې اخلمه
دومره مې ارمان ښه دى
سوله په کې ساه اخلي
دا د جنګ مېدان ښه دى

څوک چې سپرلى نه غواړي
هغو ته خزان ښه دى
سپينو ته سپېڅلى ژوند
تورو ته طوفان ښه دى

مونږ په ازادۍ مئين
مونږه ته زندان ښه دى
زه په جهان څه کوم
ماته مې جانان ښه دى

ټول عمر که ژوند ګټې
بيا د سر تاوان ښه دى
غم ته چې په غېږ ورځي
داسې پهلوان ښه دى

ورانو ته چې سم ښکاري
دغه کلى وران ښه دى
حورې پرې مئېنې دي
شان د طالب جان ښه دى

مور چې پکې نه ګورې
کورنه بيابان ښه دى
مستو مجاهدوته
مست افغانستان ښه دى

برګو جاسوسانو ته
 سپين وزيرستان ښه دى
اوس آ لېونى ( مفتون )
نه شلوي ګرېوان ښه دى

شاکڅ ١٣٨٨ د ملګري شاعر امېد آفريدي په انداز

Also on Fandom

Random Wiki