ويکي شعرونه
Advertisement

د عرش له نوره راوتلې چینه
دعشق له خاورې سره ګډې اوبه
په دې هستۍ د ښځې نوم پورې شو
آدم یې سیوري د ښکلا ته ویده
دې لوپټې لاندې ماشوم للو کړ
له پاسه نور د خدای پرې ووریده
ماشوم پرې پوه نه شو آدم خبر نه
ښځې د ستورو هومره رنځ ولیده
ماشوم چې وږی شو شيدې یې ورکړې
آدم چې ستړی شو دې ونازاوه
ښځه هم وږې وه هم ستړې ستړې
هېڅ څوک په دغه راز ونه پوهیده
ماشوم چې لاس خلاص کړ د مور خندا وه
آدم چې لاس پرانیست، ددې په کې زړه

1387 / نوروز

وېشنيزه:عبدالغفور لېوال وېشنيزه:شعرونه ښ

Advertisement