Fandom

شعرونه

ښکل دي کړمه

2,654pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ښکلى جانانه مينه مينه شه چې ښکل دې کړمه
زما د زړه د پرهر وينه شه چې ښکل دې کړمه

فرهادي عزم راسره دى نړومه غرونه
د ګلو لښته شه شيرينه شه چې ښکل دې کړمه

نن مې داوښکو غمي وشماره چې ورک يې نکړې
تاو له شلېدلي لونګينه شه چې ښکل دې کړمه

د زړګي زور مې ټول اوبه شو ستا سندرې ليکم
د غزل پاڼه شه رنګينه شه چې ښکل دې کړمه

که ما ” تړون “ دې دسور شال لمنه ونيوله
يوځلې سره شه او بيا سپينه شه چې ښکل دې کړمه

وټه پور - کونړ - ٣٠ – ١٣٨٠

Also on Fandom

Random Wiki