Fandom

شعرونه

ښکېل شوی زړه

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصره1 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

مدام په خوب او ویښه،...

یمه لګیا او یو تصویر کاږمه....

یو بی مثاله تصویر،

چې د هنر او د خلقت یو لوی شاهکار وګرځي،

چې چا تر اوسه لا ایستلی نه وی

د نامرادیو ،بد بختیو او غمونو تصویر

د ولږی ، فقر ، دژړا او ددردونو تصویر

د بی کوریو تصویر

د جنازو او دهجرت دبی پایانه بهیر

د کړاوونو ،عذابونو او ظلمونو تصویر

په تیارو شپو کې د وحشت او ستمونو تصویر

لاس مې ور اوږد کړ چې قلم راواخلم

زما قلم د شهیدانو د جنډو لرګی وو،

رنګ مې له اوښکو او له وینو څخه

او د باروتو له لوګي

او د لمبو له شرارو نه جوړ وو

ما د نظر په تخته

دغه تصویر کاږه لا

لا پکې بوخت ومه زه

کار مې تمام څه ، چې لا ډیر پاتې وو

چې د تصویر په زړه کې راته یو زړه څرګند شو

یو را ښکیل شوی ، زبیښل شوی

او له درده ډک زړه

چې ورته ومې کتل

دا زما خپل تصویر وو

زما دتن ، زما د ځان ،

زما د ګران او وران وطن

«افغانستان» تصویر وو


اسد الله زمری

Also on Fandom

Random Wiki