Fandom

شعرونه

کاروان

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

حوا که به تر څنگه د آدم نه وای پيدا

له تندې به گل مړوو که شبنم نه وای پيدا

دا ژوند به د آدم پر اوږو بار وو د ډبرو

نغمه به د ژوندون وه د اومړي تار په څېر

له زير سره دوستي که به د بم نه وای پيدا

له تندې نه که منډې هاجرې اخيستی نه وای

کعبې ستا په لمن کې به زمزم نه وای پيدا

اروا به د عيسی ملايېکو چېرې پوکله

که پاکه د ايمان غوندې مريم نه وای پيدا

په ځمکه کې به سوي وو په ډار د جهنم

جنت که به د ميندو تر قدم نه وای پيدا

مريم که خديجه ده، آسيه که فاطمه

که ښځې نه وای ښې نو دوی به هم نه وای پيدا


Also on Fandom

Random Wiki