Fandom

شعرونه

کاشکې لېونۍ وای چې دنيا نه بې پروا وای

2,654pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

کاشکې ليونۍ وای چې دنيا نه بې پروا وای

ګرځېدی په غرو کې يو موجوده د صحرا وای

نه مې کور او کلی پېژندلی نه د خلکو وای

نه مې وچ لامده ليدی په سترګو نابينا وای

نه د چا په غم کې وای نه ځما غم د چا زړه کې

نه د چا قفس کې اوسېدلی نه رها وای

يا خو چې ډيوه د ماښامونو د شاعر وای زه

يا د ماښام سترګه په آسمان کې يا صبا وای

ژوندکې مې اختيار وای لکه بوټی په صحرا کې شين

هر څه چې راتلل په ما زغمل مې د بېديا وای

کاشکې ليونی وای چې انسان سره مې غم نه وای

نه د بېلتانه ژړا نه هجر د سارا وای

Also on Fandom

Random Wiki