څنګه خمارې يې نشې دي ستا کافرې سترګې
لکه انارو غوندې سرې دي ستا کافرې سترګې
زمانه غلى پټ په غلا رقيب ته ښه ورګورې
يوازې ماته پښتنې دي ستا کافرې سترګې
يو خو له ورايه ليونتوب په کې لتکې وهي
بل د شرابو پيمانې دي ستا کافري سترګې
والله که ماته له بزرګې څوکې کمې ښکاري
څومره سنګينې او درنې دي ستا کافرې سترګې
خير دى جانانه ته د زهرو کنډولي راکوه
ماته دشاتو نه خوږي دي ستا کافرې سترګې
د زړګي غوښې ورنه خوري او ګوټ د وينو کوي
د ” تړون “ زړه کې مېلمنې دي ستا کافرې سترګې
وېشنيزه:سميع الله تړون