مــالت رڼا دی زه تیـاره کې ناســت یم
په سرو لمبود دوزخ خوله کې ناست یم
دا یـــو امـــید راته ســــــکـون راکــوي
چې ته خوشته یې، ستاپه زړه کې ناست یم
اوس کـه راګـورې څـوک بـه هـیڅ نه وایي
اوس خو ملنګ یـم په کوڅه کـې نـاست یم
لــه خـدایـه مـرګ غـواړم، اوبـه اوبـه شـم
رقیب دې خوا کې، زه په وره کې ناست یم
ظــالــمـــې لــږ خــو لــوپـټــه کــړه لــرې!
یـو شوخ نـظر دې ګـریـوانـه کې نـاست یـم
د تــــا کــافــــر حــــسن تــــه لاره نــیـــسم
لـکــه طالب پـه پـورې غــره کې نـاست یـم
دا درتـــه چـــاوې چــې آبــاد شو هــــادي؟
لا خــو د غـــم پــه تــنــاره کــې ناست یم
۱۱مارچ۲۰۱۲
سیډني
وېشنيزه:عبدالهادي هادي وېشنيزه:شعرونه ک