ويکي شعرونه
Advertisement

تاثير دى په چا ونکړ ګرېوانه خوښ مې نه شوې
په مينه کې دروغژن شولې جانانه خوښ مې نه شوې

ديار د قدم نښې دې کړې ولې رانه ورکې
چې غرق دې کړمه غرق به شې توفانه خوښ مې نه شوې

زما غوندې دې ډېر خلک په سپين لباس دوکه کړه
اخواني شياطينه مسلمانه خوښ مې نه شوې

نشه چې په شرابو شې تسبپې دې را بهر کړې
بې دينه بې مذهبه بې ايمانه خوښ مې نه شوې

د مينې جامه واغوندې شيطان ته غاړه ورکړې
نو اى دانسان زويه نا انسانه خوښ مې نه شوې

وېشنيزه:سميع الله تړون

Advertisement