FANDOM


پردي ځامن دهيچا نه خپلېږي

لالادمرگ اجازه مه ورکوه

زما بچوړي سوال ته مه کېنوه

زما دمرگ اجازه مه ورکوه

تابه له ټولوخلکو روسته وژني

دچادمرگ اجازه مه ورکوه

زما ځنگلې په باروتو سېزې

زما په غردې زړه خوږېږي که نه

مال مې دې لاړشي په بلا يي وله

زما په سر دې زړه خوږېږي که نه

ماشومان وږي له کورونوتښتي

په مازيگردې زړه خوږيږي که نه

دپارلمان وکيله ساه دې وځه

ته دکرزي لالا سلام څه کوې

ته له تودې بړستنې نه راوځې

بړستن دې ېخه شه ارام څه کوې

دادبمونوشوردې نه ويښوي

په خپله خاوره اوخپل قام څه کوې

مشره وطن دې ټول سوری سوری کړ

اوس رواجونه رنگ په رنگ راځي

پردۍ لښکرې په ټوپکو سنبال

په سوله نه راځي په جنگ راځي

زمونږ په دين او وطن لوبې کوي

ځکه مو وينې په غورځنگ راځي

ددې کيسې درنه پوښتنه کوم

دادروند لقب مارشال دې چاته ورکړ

دملالۍ مزار جنډه نه لري

د ايوب توره ډال دې چاته ورکړ

نور انسانان يي په بوټانو ولي

دستر غازي مډال دې چاته ورکړ

ديموکراسۍ له ژونده وويستلو

خپلو بچو پسې پېرې کوو

څومره دې ووژلو بس دی کنه

همېشه غم دهديرې کوو

داور لمبه دې درنه وګرځېږي

مونږ افغانان درته ښېرې کوو

لالا لالانه دې پوښتنه وکړه

افغانستان سره دې څه کارو

که صليبي جگړه دې نه کوله

دمسلمان سره دې څه کارو

که اسامه په توره بوره کې و

وزيريستان سره دې څه کارو

داحمدشاه تاريخ دې نه دی لوستی

تاسره قدر دامان نشته

ته دميروېس نيکه له ذاته نه يي

تاکې غېرت تاکې ايمان نشته

زرده رسوا به شې ذليله به شې

په سر دې سيوری دقران نشته

ته هم پوهېږې چې وطن تبا شو

زه هم پوهېږم چې غلام يمه

يوه جوړه جامې خوراکه

راته لغړ راوتی له بگرام يمه

پاچا صيب گوته له ماشې لېرې کړه

زه دې اولس يم زه دې قام يمه

اور غورځونکو ته دې ووايه لږ

سمه اوغر درته خېرې کوي

زمادقام خولگۍ له وينو ډکه

هر مازيگردرته خېرې کوي

د باجوړگلونه مه رژوئ

چې پېښور درته خېرې کوي

لږدبړستنې نه بهر راوځه

چې داپه کومه ډرامه جنگ دی

صليب ککرې غواړي وينې غواړي

بيا په امت مسلمه جنگ دی

بش خو يي ستړی کړ په کور کېناسته

دابامه او اسامه جنگ دی

ته وايي خوله پټه کړه غلی کېنه

زه وايم غږ زما ازاد ښه دی

زه وايم قام تبا شه ننگ تبا شه

ته واېې دغسې برباد ښه دی

بس ته پردوته ستړيمشي کوه

مونږ سره فکر دجهاد ښه دی

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki