Fandom

شعرونه

کفايت شعاري

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

سبق زده کړه د استاذ نه دفطرت
د عالم د نظام ژوند دی کفايت
کفايت کې نه افراط او نه تفريط شته
په اوسط کې شته کمئ نه زيادت
حرارت ېې دی په لمر کې دومره ايښئ
معتدل چې ديخنۍ کاندي شدت
چې باران د حد نه زيات شي رحمت نه دی
په يوټکي کې رحمت وشي زحمت
لاحاصله دولت سيند ته غورځول دي
دی اسراف دحد په هورته سخاوت
په خپل ځان کې فکر وکړه ځان خبر کړه
چې بهر له حده نه ځي طبيعت
کوم يو دين دی قبول شوئ په عالم کې
چې د حد نه ېې سېواوي رياضت
يوه شمع ده دژوندپه شبستان کې
ترېنه تورې تيارې تښتي دغربت
هغه ګل به کاغذي دتمدن وي
چې په کې دکفايت نه وي نکهت
يو ښايست دی دخوبروئيو بې سينګاره
اسويلۍ دعاشقانو د حسرت
دحسد چينجي پکې نه پيدا کېږی
د زړه ونه راوړي باردقناعت
چې دغم قلم پرې چېرې راکښ نشي
دی همه د خوشالۍ نه عبارت
سندره ايزد هر يو قام پرې ګلستان شي
چې نغمې کړي دا بلبل دتهنيت
دی غرض له يوې ژبې دوه غوږونو
ويناکمه ډېر پکار دی سماعت

کم خوراک ، کمه وينااوکم خرڅونه
په کې شته صحت ،عزت او شرافت

شاعر حمزه بابا

دشعر ځای او نېټه لواړګئ 1944

Also on Fandom

Random Wiki