Fandom

شعرونه

کله چې ته خپه شې

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

کله چې ته خپه شې

زه مې له ځان سره دا پرېکړه وکړم

چې څه موده دې له ليدلو نه زړگی صبر کړم

ووايم پرېږده، چې ته خپله راپخلا شې

زما ليدو ته راشې

کله چې ته خپه شې

زه مې ټوټه ټوټه غرور راټول کړم

ووايم پرېږده چې ستا سترگې له ژړا ډکې شي

او په بند ستوني راته ورو ووايې:

گرانه ما مه هېروه

کله چې ته خپه شې

زه مې د اوښکو چينې وتړم د غم په تيږو

او خپلې سترگې له غوسې ډکې کړم

خو تا په دې پوهه کړم:

(چې دا ځل ټوله ملامته ته يې)

کله چې ته خپه شې

زه په خلي لارو کې ستا د گام آواز لټوم

چې گوندې بيا به راشې

پوهېږم نه، چې ولې

ستا په راتلو باندې باور لرمه

کله چې ته خپه شې

زمکه ځای نه راکوي

غواړم، چې راشې او يو بل ووينو

زه مې د سترگو په گيلو باندې تا وپوهوم:

(چې دا ځل ټوله ملامته ته يې)

او ته د سترگو په گيلو باندې ما وپوهوې

(گرانه ما مه هېروه)

۸ د کب، ۱۳۸۱ لمريز کال

Also on Fandom

Random Wiki