Fandom

شعرونه

کله کله

2,654pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

دومره ډېر زيات شي خفګان کله کله
چې په ما تنګ شي جهان کله کله

مدام سمسور نه وي ګلزار د ژوندون
ورته رادرومي خزان کله کله

دا يو دستور دى چې د حق په لار کې
 په درا خېژيږي ځوانان کله کله

د ازادۍ د ژوند سبق ورکوي
ملګرو ښه وي زندان کله کله

چې بخت او وخت سره ټکره وخوري
ملنګانه شي شاهان کله کله

شي د ملت د افتخار ګلونه
دا سرببر لېونيان کله کله

ور سره للمه شي د زړه زرغونه
ښۀ وي د اوښکو باران کله کله

افسوس چې وړاندې وى وروستيه عقله
کومه دغه ارمان کله کله

مغرور چې نه شې د ځوانۍ په سپرلي
خيال کې ساته بوډاګان کله کله

 ( مفتونه ) زړه ور پورې مه تړه ډېر
بې وفا کېږي ياران کله کله

١٣٨٨ سارخېل آباد

Also on Fandom

Random Wiki