FANDOM


يار راسره لاس او ګريوان شي رانه کلى بېل کړي
دا خپل نصيب راسره وران شي رانه کلى بېل کړي

زه په خوارو د ګل تر شونډو شونډې ورسوم
خفه د ګل غوندې جانان شي رانه کلى بېل کړي

شېخ په تسپو زه خداى په زړه او په سجدو يادوم
زه شم کافر دا مسلمان شي رانه کلى بېل کړي

يارچې ماشوم وي دهندوانو غوندې مينه کوي
چې کله لوى شي نو افغان شي رانه کلى بېل کړي

يو ښکلى راشي زموږ ړنګ کلي کې شپې تېروي
په ما ( تړون ) چې کله ګران شي رانه کلى بېل کړي

١٦ – ٣ – ١٣٨١
کونړ

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki