Fandom

شعرونه

کندې پټي

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ستابه يادېږي او کنه دا کندې، کندې پټي
موږ ته کمپونو کې چا ويل چې انقلاب راغلى
خلکو به ويل چې دلته دوه رقمه خلک اوسي
څوک له کتابه دي منکر چاته کتاب راغلى
بس عجيبه وه هيڅ په سور و بور يې نه پوهېدو
يواځې مور به راته ويل چې انقلاب راغلى
موږ د خېمو لاندې په يخه ځمکه شپې کړيدي
موږ ه بې وزلو بې رقمه غوندې ژوند ليدلى
موږ پسې تورو پنجابيانو وروسته چکې کړي
زموږ بخۍ، بخۍ جاموکې يې پيوند ليدلى
تا د خوارانو تش ساړه نغري څه ليدلي
ته څه خبرې يې تا د ټولې دنيا خوند ليدلى
يو مازيګر خو ځان وزګار که جلوزو ته راشه
چې خړ ماښام کې دخيرات راوړئ اواز واورې
بس دې کوز چم کې به دې ښه په مينه وګرځوو
چې چرته وير دماشومانو چرته ساز واورې
ډېر خلک تېر شو پټ غوږونه له دې خړو خيمو
که چرته ته د دې کمزورو د ژوند راز واورې

Also on Fandom

Random Wiki