Fandom

شعرونه

که ته نه کړې په بل چا باندې غرض

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

که ته نه کړې په بل چا باندې غرض

بل به هم نه کا په تا باندې غرض

که ګدا د بل په غولي غرض نه کا

سپئ به نه کړي په ګدا باندې غرض

په ساحل کشتۍ د هېچا نه ډوبېږي

که څوک نه کا په دريا باندې غرض

خلوتيان په خپل خلوت کې فراغت دی

د رسوا دی په رسوا باندې غرض

دا دُنيا په احمقانو ده ودانه

دانا نه کا په دُنيا باندې غرض

زه رحمان د عشق په درد کې هسې خوښ يم

چې مې نشته په دوا باندې غرض

Also on Fandom

Random Wiki