FANDOM


که خپل زړه غواړې له چا

ځان صياد کړه د عنقا

د حُباب کلاه په سر کړه

سپور په آس شه د هوا

لکه خضر هسې پاسه

اوبه وڅښه د بقا

له زمينه قدم کېږده

په اسمان لکه عيسی

د هغه اوستاد شاګرد شه

چې در وښيي کيميا

دا چې ما درته بيان کړه

که حاصل کړې واړه دا

هاله طمعه کړه رحمانه

له خوبانو د وفا

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.