Fandom

شعرونه

که وم وم که نه وم نه وم

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

پښتــــو ميـــن په تـــا يم کــــه وم وم که نه وم نـــه وم

هر کله به دې ســتايــم کــــه وم وم کــــه نه وم نـــه وم

پښتو د بڼ چوڼی يـم شــــور بـــه کړمـــــه پښتنـــو ته

تل دوی ته په وينا يـم کـــه وم وم کـــه نـــه وم نـــه وم

پښـتـــو که رانـه لاړه هــــــرڅـــه بـــه رانـــه تــللــي وي

نو بيـــا تـالا والا يـــــم کـــه وم وم کـــه نـــه وم نـــه وم

د رب مخ مې دروړی دی پښتونه پښتو ټينګه کړه

زه تـــاتــــه پــــه ژړا يـــم کـــه وم وم کـــه نــه وم نــه وم

دروغ مـــې هــېـــڅ زده نـه دي هم ټګي نه شم کولای

پــښــتــون يــم په رښتـيا يم که وم وم که نه وم نه وم

خبره د ځلمو ده چې پښتو ته ځان تکړه کــړي دوی

زه زوړ يم او بـوډا يــم کـــه وم وم کـــه نـــه وم نـــه وم

په خــټه سپيـن پښتون يم محمد ګل د قام خادم يم

لـــه سـټـــې نه آريــــــا يم کــه وم وم کـــه نــه وم نه وم

Also on Fandom

Random Wiki