Fandom

شعرونه

که څوک فخر کا په ننګ او په ناموس

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

که څوک فخر کا په ننګ او په ناموس

دا په عشق کې نه ارزېږي په فلوس

که اغوستئ ئې زري لباس وي څه شو

ګنې يا مُرغ زرين دی يا طاؤس

که ئې تاج وي په سر ايښئ غزا وشوه

په نظر زما هُدهُد دی يا خُروس

نه ئې فهم او فراست وي نه ئې علم

خالي نقش لکه عکس د معکوس

نه ئې مغز نه ئې دانه وي په خرمن کې

عبث هسې واړه لولي په سر بوس

د مجاز له اهله طمع د خېر مه کړه

تمامي شر او شدت دی دا الوس

ودانۍ ئې همه واړه ويراني ده

راشه وګوره ماڼۍ د اوقيانوس

که زما په ګُفتګو کې کم او زيات وي

څوک د ګډ کا په دا ښار کې جاسوس

ساقي جام د ياره راوړه چې بېخود شم

خدائ دې مه کړه په خودۍ کې څوک محبوس

که څوک وغواړي تمامه دُنيا واړه

زما يار غوندې به نه وي بل عروس

رحمان حُسن د يار ويني په پرده کې

نه پټېږي نور د شمعې په فانوس

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on Fandom

Random Wiki