FANDOM


که څوک يا ر په جهان غواړي يار دی دا
يار دی دا که د جهان سينګار دی دا
خيال د زُلفو ئې زما تر زړه چاپېر شه
يا تر ګنجه چاپېر شوئ مار دی دا
دا جهان دی خدائ له عشقه پېدا کړی
د جُمله ؤ مخلوقاتو پلار دی دا
تر عشقه غوره بل څه کار په جهان نشته
تر همه کارونو غوره کار دی دا
هېڅ بُلبُل به د ګُل نوم اخستئ نه ؤ
که خبر وائ چې ګُل نه دی، خار دی دا
بيا راتله دِ دې جهان ته بل وار نشته
بل وار نشته، بل وار نشته، وار دی دا
د حُباب عمر دې وګوري چې څو دی
که څوک شمار کاندي د عمر، شمار دی دا
د مجنون صورت په زړه کړه رحمان ګوره
ستا په عشق کې هسې خوار و زار دی دا