سوزوي مې لكه دروزه كور دعشق
لكه باد رانه چارپېر شو اور دعشق
ازماښت د محبت راباندې مه كړه
ګوره نه لرمه دومره زور دعشق
څه تحقيق به له نور دمينې كاندې
اى جلاده يم مخ تور په تور دهشق
لكه ما به يې له خولې غرعړې خېژي
خداى دې نه حلال څوك په لور دعشق
چې مراد پكې د يو ديدن حاصل شي
څنګ به نه ورځي نظير په لور دعشق
۳ – ۸ – ۲۰۰۸
وېشنيزه:نظیرالحق قریشي