FANDOM


ماته تر څو چا د ثواب خبره كړې نه ده

ملا د شونډو د ګلاب خبره كړې ده

له ډېره وخته مونږ په لپه كې سجدې لږؤ

چا لا تر څو د دې محراب خبره كړې نه ده

ښكلي خو تل پخپلو سترګو كې جنګونه كوي

تاريخ د دغه انقلاب خبره كړې نه ده

چاچې زمونږ دكلي ټولې خزانې وړي دي

هغو سره چا دثواب خبره كړې نه ده

ماخوصرف وويل په ما غږ د شپېلۍ ښه لږېږي

ذاهده ما څه د عذاب خبره كړې نه ده

نظيره هغه څوك چې ستا په محبت پوهېږي

هغوى هېڅ ستا په انتخاب خبره كړې نه ده

۱۸-۲-۲۰۰۸

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki