Fandom

شعرونه

ګداره نه کیږي

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

لکه دګل چې بې شبنمه ګذاره نه کېږي
زما د زړه هم بې له غمه ګذاره نه کېږي

د ژمي شپه ده ستا کيسې راباندې ښې لګيږي
کيسې کوه خو بې چلمه ګذاره نه کېږي

ما درته وېل زړه ته مې ډېره مينه مه ورکوه
د دې ظالم خو اوس په کمه ګذاره نه کېږي

د زړه پر پاڼه مې غزل وليکه ساه مې وځي
اوس بې غزله مې قلمه ګذاره نه کېږی

مرګی مې خوښ دی د رقيب څېره به نه وينمه
خو بې له تانه مې صنمه ګذاره نه کېږي

که درته ګران يمه نو بل تصوير دې راکړه راته
د دې تصوير سره مې سمه ګذاره نه کېږي

ورپسې ځمه پېښور رانه زړګی وړی دی
نوره مې بره له تورخمه ګذاره نه کيږي

Also on Fandom

Random Wiki