Fandom

شعرونه

ګرانې مورې

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

ټوله مينه او عظمت يې ګرانې مورې
 شفقت يې انسانيت يې ګرانې مورې
 چې مې يوذره درد راشي په وجود کې
 نو اخته په مصيبت يې ګرانې مورې
 ستاپه غېږ کې دغيرت درسونه لولم
 لويه ځاله دغيرت يې ګرانې مورې
 ځانګولی دې دمينې په لوی ټال يم
 خدازده ټال دشهامت يې ګرانې مورې
 الله هو دې ماشومتوب راته رنګين کړ
 وايم مينه اوعزت يې ګرانې مورې
 تاتړلی دوحدت په رسۍ کلک يم
 نمونه مې دوحدت يې ګرانې مورې
 لکڼوال به بل زيارت ته ګام وانه خلم
 ددعا مې لوی زيارت يې ګرانې مورې

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on Fandom

Random Wiki