Fandom

شعرونه

ګریوان لیونۍ شوۍ

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

د ا وښکو په شرابو مې ګرېوان لېونى شوى
جانانه ستا بڼو ته مې ايمان لېونى شوى

خير ز ه که وچې شونډې او څېرلى ګريوان ګرځم
دښکلي يار لېمو ته ټول جهان ليونى شوى

په سر ورته ګواښېږي د ښکلا زکات ترې غواړي
ديار نازکو شونډو ته پېزوان ليونى شوى

ټپي ټپي سينه مې د بڼو په غشو ولې
زړ ګى مې زوروي زما جانان ليونى شوى

جانانه يوه ورځ به داسې غږ له چانه واورې
چې ته ورباندې ګران وې هغه ځوان لېونى شوى

ميا علي بابا ته نه ځي د يار کلي کې ښه کېږي
" تړون " له ډېره غمه او خفګان ليونى شوى

Also on Fandom

Random Wiki