زه يې لوټ کړم څو تڼۍ مې له ګرېوان وړي
مات کچکول له دغه کلي ملنګان وړي
خوږه ياره يوځل راشه چې دې ښکل کړم
ستا په مينه کې مې دارته له زندان وړي
له خيبره په سلګو ، سلګو تېرېږي
د کابل احوال اټک ته هر افغان وړي
شپېلۍ غلې شوه دغره لمن خالي شوه
د کوچۍ کډه هلمند ته سره اوښان وړي
څه به ښه وي چې دا غږ له چانه واورم
چې يو خړ سيلاب راغلى رقيبان وړي
نن مې بيا بهرامى توره کړه راپورته
ښاپېرۍ مې دوطن رانه ديوان وړي
وېشنيزه:سميع الله تړون