FANDOM


تاچې د كوم يو مظلوم حال ته ګوته ونيوله

دادې پخپله خپل ذوال ته ګوته ونيوله

راغله سپرلي راته په ګوته كړل خپل ټول ګلونه

ماهم خايست كې ستا جمال ته ګوته ونيوله

 يوخوسپوږمۍ دلمر له وړانګو ځنې غلا كړې ده

بل يې په سپين جبين ستا خال ته ګوته ونيوله

داكوم ظالم دى دشپې تور غلاف خپور كړى پر مونږ

چا مو دژوند دغه مثال ته ګوته ونيوله

دلته چې هر امير راځي دځان له غمه مړ وي

چاد غريب زړګي وبال ته ګوته ونيوله

نظيره كړې چې په پسته ژبه پستې خبرې

بيا هم دې خلكوستا هر سوال ته ګوته ونيوله

۱۴- ۲ – ۲۰۰۹

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki