Fandom

شعرونه

ګونګه ازادي

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

هر څوك پر ځان مين دى، مينه د جانان نه لري

دا څنګه كلى دى چي يو سړى ارمان نه لري

په هره لار كې دي اغزي د ظلم جبر خواره

بې وسه خلك پرې د اور لګېدو توان نه لري

په داسې ګونګه ازادي دي خدايه! اور پورې شي

چي خلك پټه خولۀ وي واك هيڅوك د ځان نه لري

عجبه نه ده كه څوك زر ، زور او يا ورور نه لري

پر هغو خلكو مي زړۀ سوځي چي ياران نه لري

دوى د ګل ونې رژوي وايي پسرلى راولو

يا خو ړاندۀ دي يا په كور كې ماشومان نه لري

چي مينه، درد او خلوص ولري نو هر څه لري

هغه غريب دى چي دا درېواړه شيان نه لري

ما خو ساتلې باركواله! ده په زړۀ كې پښتو

څنګه به څوك راپسې وايي چي ايمان نه لري

۲۷ فبروري ۲۰۱۱م كال

كوټه

Also on Fandom

Random Wiki